د زابل ولایت د شاجوی ولسوالي قومي مخورو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره وکتل

taqi2_admin
Mon, Sep 01 2025 11:29 AM
د زابل ولایت د شاجوی ولسوالي قومي مخورو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره وکتل

 

دوشنبه ۱۴۴۷ ربیع الاول ۸

نن په کابل کې د زابل ولایت له شاجوی ولسوالي څخه راغلیو علماوو او قومي سپين ږیرو د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر الحاج ملا نورالله نوري سره وکتل، په دې کتنه کې د یادې ولسوالي علماوو او سپین ږیرو د اسلامي امارت په اړه وویل چې په دې نظام کې یوازې د انسانانو نه، بلکې د حیواناتو حقوق هم خوندي دي، دوی د خپلو خبرو پر مهال په سیمه کې د اوبو د کمښت، د مدارسو د جوړېدو او دا راز یو لړ نورې ستونزې شریکې کړې.

په پای کې د هېواد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي نوري راغلیو قومي سپین ږیرو ته تر ښه راغلاست وروسته وویل، د افغانستان ولسونو د اسلامي نظام د اقامې لپاره قربانۍ ورکړې دي، دا زموږ وجیبه ده چې اسانتیاوې ورته برابرې کړو او خدمت یې وکړو، نوموړي قومي سپین ږیرو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به د هوارولو په منظور له لوړو مقاماتو سره شریکوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu