د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډه ترسره شوه. 

taqi_admin
Tue, Aug 12 2025 10:32 AM
د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډه ترسره شوه. 

 

 سه شنبه ۱۸ صفرالمظفر ۱۴۴۷

د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلينو له لوري د دې ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو تر عنوان لاندې يوه لویه ولسي غونډه جوړه شوه.
 
په یادې جوړې شوې غوڼده کې د بلخ مرستیال والي په شمول د بېلابېلو ادارو استازو، قومي مشرانو، علماء کرامو، متنفذينو او ګڼو ولسي خلکو حضور درلود، چې ولسي استازو خپلې سيمه ييزې ستونزې او وړانديزونه د همدې غونډې له لارې له مسؤلينو سره شريکې کړې.

د دغه غونډې پرمهال د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلينو د قومونو ترمنځ د ژبني، سیمه ییزو او قومي تعصباتو د مخنیوي په تړاو خبرې وکړې او ولسونه يې يووالي ته راوبلل. مسؤلينو همداراز د اسلام له نظره په ټولنه کې د شته خرافاتو، ناسمو رواجونو او ناوړه دودونو د مخنيوي په تړاو د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان ولوست او د هغي د عملي کولو سپارښتنې يې وکړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu