لغمان کې څلور کلنه شخړه پای ته ورسېده

taqi_admin
Sat, Aug 09 2025 2:44 PM
لغمان کې څلور کلنه شخړه پای ته ورسېده

شنبه ۱۵ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو لخوا د قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاو خوا څلورو کلونو په دوام شخړه حل او دواړو خواوو د ورورولي لاسونه سره ورکړل. د غه شخړه، چې څو کلونه وړاندې د يوه واده پرمهال رامنځته شوې وه او له کبله يې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و، تېره ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت د مسؤلينو له لوري هواره او ښکېلو طرفونو يوبل ته بښنه وکړه. د ياده دواړو کورنيو مشرانو د شخړو د هواري په برخه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت او اړوندو محلي ادارو هڅې وستايلې او غوښتنه يې وکړه، چې د ولسونو هره وړه او لويه ستونزه دې همداسې په سوله ييزه توګه حل او فصل شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu