له ۲۶ کلنې بدي وروسته د دوو کورنیو پخلاینه!

taqi_admin
Mon, Aug 04 2025 11:29 AM
له ۲۶ کلنې بدي وروسته د دوو کورنیو پخلاینه!

شنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۴ د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د دوو کوچي کورنیو ترمنځ ۲۶ کلنه دُښمني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو سمون ریاست اړوند د کوچي سرخېلانو، متنفذینو او سیمه ییزو عالمانو په منځګړیتوب حل او د یوې مرکې په ترڅ کې په دوستي بدله شوه. دغه بدي د یادو کورنیو ترمنځ د فزیکي شخړې له وجهي رامنځته شوې وه، چې له امله یې د خان ګل په نامه ځوان ژوند له لاسه ورکړی و او د دواړو کورنیو ترمنځ یې سختې ناخوالې رامنځته کړې وې. د یادې دُښمني د حل په موخه کوچي سرخېلانو او نورو سیمه ییزو مصلحینو د مقتول او قاتل له کورنیو سره ناستې وکړې او دواړه خواوې یې د یوې دودیزې مرکې په ترڅ کې روغې جوړې ته راضي کړل، چې په دې سره، له دوه نیمو لسیزو راهیسې په بدي کې ښکېلو لوریو سولې ته غاړه کېښوده او له مرکچیانو سره یې ژمنه وکړه چې نور به د اخوت ژوند تېروي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu