په ننګرهار کې د دریو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه

taqi_admin
Tue, May 13 2025 12:14 PM
عکس

 

دوشنبه، ۱۴۴۶/ ۱۳/ذي‌القعدې

د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د دریو کورنیو ترمنځ ۱۰ کلنه شخړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس الحاج حافظ رحمت غازي عمر، د سیمې د دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړيتوب پای ته ورسېده او ښکېلې کورنۍ د سولې پر ټغر را ټولې شوې.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې ښاغلي عمر او نورو ګډونوالو د درې واړو کورنیو له مشرانو سره جلا، جلا ناستې وکړې، هغوی ته یې د بښنې او ورورولۍ ارزښتونه روښانه کړل او دا یې ورته واضحه کړه چې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي، نه د شخړو او تاوتریخوالي له لاري. د اوږد مهاله هڅو او ناستو په پایله کې ښکېلو خواوو د جرګه کوونکو مشورې ومنلې او دا پرېکړه یې وکړه چې خپلمنځي دښمني ختمه کړي او په ټولنه کې د ورورولۍ په فضاء کې ژوند وکړي.

په پای کې د درې واړو کورنیو مشرانو په خوښۍ سره یو بل ته غاړې ورکړې او یو بل ته یې بښنه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu