ننګرهار کې پنځوس کلنې شخړې پای وموند

khoram2_admin
Sun, Feb 09 2025 4:16 PM
شخړه

شنبه ۱۴۴۶/۸/۹

د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ په پيښې سيمه کې د دوو قومونو تر منځ د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شاوخوا پنځوس کلنه شخړه، چې اوږده جنجالونه لو بدبینۍ یې پېښي کړې وې حل او طرفين د سوله ييز ژوند له خواږه نعمته برخمن شول.

د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس حافظ رحمت الله غازي عمر په مشري، د اچين ولسوالۍ مسؤلينو، قومي مشرانو او ځایي خلکو په دوامداره همکاريو له ښکېلو خواوو سره د څو ناستو په پايله کې هغوی سولې ته را وبلل او تر منځ یې د شریعت په رڼا کې د خیر فيصله وشوه، چې د دواړو خواوو د خوښۍ سبب وګرځېده.

ښکېلو خواوو چې د بدۍ اوږدې رېښې يې سره پرې شوې او د خوښۍ ژوند يې پيل کړ د اسلامي امارت له مسؤلينو سره یې د مننې تر څنګ ژمنه وکړه، چې تردې وروسته به د یو بل په وړاندې خنډونه نه ایجادوي او د ورورۍ ژوند به کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu