په سرحدي ولسواليو او ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې د خدمتونو وړاندې کولو په موخه مرکزي کمېټې ناسته وکړه

khoram_admin
Tue, Dec 17 2024 9:55 AM
کمېټه

 

دوشنبه ۱۴۴۶/۶/۱۴

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د رياست مقام د دفتر رئيس الحاج مولوي نياز محمد تقي په مشرۍ په سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه وولسواليو کې د اوليه خدمتونو وړاندې کولو، د پروژو د لاښه پلي کيدو، د چارو د سمون او همغږۍ په موخه د ياد وزارت مرکزي کمېټې ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې د ياد وزارت مرکزي کمېټې ځينو غړو ته دنده وسپارل شوه، چې د پکتيا، پکتيکا او لوګر ولايتونو ته د سفر پرمهال د ځايي خلکو ستونزو ته په کتو د پيل شویو پروژو کارونه و ارزوي، اسناد يې راټول کړي، ستونزې يې تشخيص کړي او بيرته يې د مرکزي کمېټې له مشرانو سره شريکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پربنسټ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې وه، چې د لرې پرتو سیمو لومړنۍ ستونزې له نږدې وګوري او په دې اړه معلومات د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له مقام سره شریک کړي تر څو د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې له خدمتونو څخه بې برخې ولسونو ته د سرکونو، روغتیا، اوبو اوانرژۍ، مخابراتو ښوونې او روزنې په برخو کې ستونزې تشخیص شي او کارونو یې پیل شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu