په سمنګان ولايت کې دوې بېلابېلې شخړې حل شوې

khoram2_admin
Sat, Nov 23 2024 8:12 AM
شخړې

پنج شنبه ۱۴۴۶/۵/۱۹

په سمنګان ولايت کې د دوو کورنيو تر منځ د مهر پر سر هغه ۱۴ کلنه شخړه هواره شوه، چې د دغه کورنيو ترمنځ يې ژور خپل منځي اختلافات راپورته کړي وو. د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د آمر الحاج مولوي شمس الرحمن ستانکزي په هڅو د قومي مشرانو او علماوو په همکارۍ ياده شخړه هواره شوه او د طرفينو په رضايت د مهر حق ادا شو.

په ورته مهال د ياد ولايت مرکز ايبک کې هم یوه شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په مشرۍ د شخړو د حل کميسيون او قومي مشرانو په منځګړيتوب د يوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې حل او فصل شوه.

د يادې غونډې پرمهال مسؤلينو د سولې، ورور ولۍ، عفوې اوبښنې په تړاو هر اړخېزې خبرې وکړې او ښکېل اړخونه يې وهڅول، چې د دښمنۍ پرځاي د دوستۍ لار غوره کړي، چې په همدې ترتيب له غوندې وروسته د يوې عادلانه پريکړې له مخې دواړه طرفونه سولې ته راضي شول او د خوښۍ غاړې يې سره ورکړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu