میدان وردګو ولایت له قومي مخورو سره کتنه!

khoram_admin
Tue, Sep 10 2024 2:02 PM
ناسته

سه شنبه ۷/۳/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري تېره ورځ د میدان وردګو ولایت له قومي مخورو سره د ځينو سیمه ییزو ستونزو د حل په موخه وکتل. 

په دې کتنه کې راغلیو مشرانو د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې، خوښي یې څرګنده کړه، چې دوی ته الله تعالی ﷻ له څو لسیزو وروسته یو مستحکم نظام ورکړی چې له برکته یې د هیواد ټول قومونه د یووالي په ټغر ناست دی. دوی په خپله سیمه کې د ځينو ستونزو یادونه وکړه او د حل په برخه کې یې د مسؤلینو د پاملرنې او همکاري غوښتنه وکړه. 

ښاغلي نوري قومي مخورو ته له هرکلي وروسته زیاته کړه چې قوم کوم امتیاز نه دی، بلکې د خلکو د معرفت یوه وسیله ده. نوموړي وویل: افغان قومونه یوه اسلامي بڼه لري او هرځل د اسلام او خپلې خاورې د دفاع په خاطر، په یوه غږ راټول شوي او د یرغلګرو پر وړاندې یې ځانونه سپر کړي. هغه راغلیو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې حل لارې پیدا کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu