په کاپيسا ولايت کې د دوو کليوالو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

khoram_admin
Tue, Sep 10 2024 11:12 AM
شخړه

سه شنبه  ۱۴۰۳/۶/٢٠

د کاپيسا ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ راپورته شوی جنجال چې له يوه لوري پکې يو کس وژل شوی هم و او ترمنځ يې ژور اختلافات موجود وو، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رياست د مسؤلينو په همکارۍ حل او فصل شوه.

دغه ديارلس کلنه اوږده شخړه چې د وخت بيلا بيلو خلکو يې د روغې جوړې هڅې کړې وې خو په له منځه وړلو يې بريالي شوي نه وو. اوس لله لحمد د ا.ا.ا د مشرانو، علماوو، قومي سپين ږيرو، ځوانانو او د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د مسؤلينو په منځګړيتوب حل او دواړو خواوو يو بل وبښل.

دوی د جرګې غړو ته ډاډ ورکړ چې له نن وروسته به د ورورۍ په فضا کې وخت تيروي او يو بل ته به ستونزې نه جوړوي. دواړو خواوو د ا.ا.ا له مشرانو مننه وکړه چې دغه اوږده خونړۍ شخړه يې د دواړو طرفونو په رضایت هواره کړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu