په کابل کې د قطر هیواد سفارت له سلاکار سره کتنه!

khoram2_admin
Sat, Aug 24 2024 6:13 PM
قطر سفارت د مشاور سره ليدنه

شنبه ۱۴۴۶/۲/۱۳

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير الحاج ملا نورالله نوري د قطر سفارت له سلاکار دوکتور مردف القاشوطي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د کتنې پرمهال ښاغلي نوري په کابل کې د قطر هیواد، د سفارت مشاور او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه، زیاته یې کړه: قطر د یوه مسلمان هیواد په توګه د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لري او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ډېره اړینه ده. ښاغلي نوري د خپلو خبرو په دوام د قطر له حکومت څخه قدردانی وکړ او زیاته یې کړه چې موږ له دغه هیواد سره اوږدې تاريخي ريښې لرو او په یاد هیواد کې مو د خپلواکي لومړی ګام ایښی دی. هغه یاده کړه: اسلامي امارت یو مستحکم حکومت دی او خپل ولس ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې شپه او ورځ کار کوي. په کابل کې د قطر سفارت سلاکار ښاغلي القاشطي د وزارت کړنې ګټورې وبللې، زیاته یې کړه: افغانستان يو اسلامي هيواد دی او افغانان زمونږ وروڼه دي. موږ به خپل وروڼه هيڅکله هم يواځې پرې نه ږدو. دا چې دا وطن ترقي، تعليم، بيارغونې او پرمختګ ته اړتيا لري، موږ به په دغو برخو کې له تاسو سره اوږه په اوږه ولاړ یو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu