په بادغیس ولایت مسؤلینو د دوو کورنیو پخلاینه

khoram2_admin
Thu, Jul 18 2024 5:13 PM
شخړه

پنجشنبه ـ ۱۲/۱/۱۴۴۶

په بادغیس ولایت کې دوه مرور قومونه چې د یوې حقوقي موضوع پر سر یې له کلونو راهیسې اختلافات درلودل، تېره ورځ یې د یوې ناستې پرمهال د ولایتي مسؤلینو او سیمه ییزو مشرانو په هلوځلو پخلاینې ته غاړه کېښوده. دغه شخړه چې د دوو قومونو د کورنیو ترمنځ (۱۱) کاله مخکې د یوه لوري د حقوقو د تلف کېدلو له وجهې پېښه شوې وه، د دواړو ټبرونو ترمنځ یې زیات اختلافات رامنځته کړي و خو د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د ریاست، د شخړو د حل کمیسیون په منځکړیتوب او هڅو یې شخړه حل و فصل شوه. د دغې شخړې د حل په مراسمو کې د مرکچیانو له لوري یاده موضوع پوره مطالعه او وڅېړل شوه او تر څېړنې وروسته یې یوه لوري ته د اوښتي زیان په جبران کولو او د دوی ترمنځ په سوله پرېکړه وکړه. کښل شوې فیصله د طرفینو په حضور کې ابلاغ شوه او دواړو لوریو ته منلو وړ وګرځېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu