د کوچیانو او کلیوالو ترمنځ د شته خنډونو د حل په برخه کې هلې ځلې

khoram2_admin
Fri, Jun 28 2024 11:38 AM
د کوچیانو ستونزې

۲۰/۱۲/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د بامیانو، غزني، سرپل او میدان وردګو ولایت د اهل تشیع قوم د ستونزو اورېدلو کمیسیون له استازو سره د ناستې پر مهال، د دوی ستونزو ته رسېدنه خپل مسؤلیت وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې په یادو ولایتونو کې د شته خنډونو د مخنیوي په موخه به چټکې هلې ځلې کوي. په یاده کتنه کې د اهل تشیع قوم ستونزو ته د رسېدنې کمیسیون څو تنو استازو په میدان وردګ او غزني ولایتونو کې د څو ولسوالیو د کلیوالو او کوچیانو تر منځ د څړځایونو، کرنیزو ځمکو او لویو لارو پر سر د رامنځته شویو اختلافاتو یادونه وکړه او په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنونکې شول. ښاغلي نوري د خپلې وینا پر مهال د هیواد سوکالي، امنیت او پراختیا د الله تعالیﷻ له لوري یوه لویه پیرزوینه وبلله د دې ملت ملاتړ او یووالی یې د نظام د استقرار سبب یاد کړ. نوموړي د یاد کمیسیون د استازو ستونزې واورېدې، د هر اړخیزې همکارۍ او اختلافاتو د حل ډاډ یې څرګند کړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu