په سمنګان ولایت کې ۱۲ کلنه شخړه حل شوه

khoram_admin
Thu, May 02 2024 10:15 AM
شخړه

د سمنګان ولایت د مرکز اړوند په میدان بزکشي سیمه کې د دوو قومونو تر منځ ۱۲ کاله مخکې را منځته شوې بدي چې له کبله یې دوو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه، تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، ولایتي مسؤلینو او قومي مشرانو په هلوځلو په دوستي بدله شوه. 

د شخړې د حل په موخه د ولایتي رهبري له لوري ولسي غونډه را بلل شوې وه، چې د مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو له لوري د بدیو او شخړو د بدو پایلو په اړه پکې هر اړخیزې خبرې وشوې. 

مسؤلینو د غونډې په اوږدو کې د عفوې په فضیلت هم خبرې وکړې او د شخړې ښکېل لوري یې سولې ته راوبلل. د بدي دواړو لوریو د غونډې د ګډونوالو په مخ کې یو بل ته د خوښۍ غېږه ورکړه او په خپل منځ کې یې د وروڼو په څېر د ژوند تېرولو ژمنه یې وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu