د هېواد د بېلابیلو ولایتونو له یو شمېر کوچې قومي مشرانو سره ناسته ترسره شوه

khoram_admin
Sun, Apr 28 2024 2:37 PM
ناسته

یکشنبه ۱۹ شوال المکرم ۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي احمد طه قادري د هېواد د بېلابیلو ولایتونو له یو شمېر کوچي قومي مشرانو سره په داسې حال کې ولیدل چې د یاد وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوي رئیس ښاغلي ګل زرین کوچي هم حضور درلود.

لومړی کوچي قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د فساد د له منځه وړلو، ملي حاکمیت او سرتاسري امینت په برخه کې د ا.ا.ا لاسته راوړنې او همدارنګه د قومونو ترمنځ د شخړو په له منځه وړلو او د دوی په همغږي کولو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښه مدیریت ستاینه وکړه او دغه راز یې د یو لړ ځایي ستونزو او غوښتنو د شریکولو تر څنګ ټنګار وکړ چې د موسمي تګ را تګ پر مهال دې کوچیانو ته په مېشتو سیمو کې اسانتاوې برابرې شي.

په پای کې مسلکي مرستیال ښاغلي قادري قومي مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست تر څنګ  ډاډ ورکړ چې د هېواد په کچه د ټولو قومونو ستونزو ته رسېدنه د وزارت په اوسنيو او راتلونکو کاري پلانونو کې ځای لري چې ډېر ژر به ستاسو او نورو قومونو اکثره ستونزو او غوښتنو ته د نورو اړوند ادارو په همکارۍ رسيدګي وشي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu