په خوست ولایت کې د مسافرو او قومي مشرانو ستونزې واورېدل شوې

org_admin
Thu, Jan 11 2024 11:34 AM
خبر


۲۲/۶/۱۴۴۵

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس شیخ کلیم الرحمن فاني چې د غلام خان بندر له لارې د افغان ناروغانو د کمسیون مشري پر غاړه لري، د یاد بندر له تلونکو مسافرو او د دغه ولایت له ولسي وګړو سره ناسته وکړه. 

د یادې ناستې پر مهال له غلام خان بندر څخه اوښتونکو ناروغانو د لارې په اوږدو کې د شته ستونزو یادونه وکړه او له یاد کمیسیون څخه یې د لازیاتو سهولتونو برابرولو غوښتنه وکړه. په ورته وخت کې د خوست ولایت ځایي اوسېدونکو هم د حل په پار له یاد کمیسیون سره خپل مشکلات شریک کړل. 

ور پسې د یاد ریاست رئیس او ټاکل شوي کمیسیون د ناروغانو ستونزې جدي وبللې په اړه یې لازم اجراات ترسره شول او د نورو ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو. ښاغلي فاني د دغه ریاست په انګړ کې راټولو شویو ناروغانو او ولسي وګړو ته وویل: موږ په شپه او ورځ ستاسې د خدمت لپاره چمتو یو او دا اطمینان در کوو چې د ستونزو د حل په برخه کې به مو لازمې کړنې ترسره کېږي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu