د غصب د مخنیوي کمیسیون استازو د کندهار له والي سره وکتل

org_admin
Tue, Dec 19 2023 10:32 AM
خبر

۱۴۴۵/۶/۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي او د یاد وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس مولوي ګل زرین کوچي د کندهار له والي الحاج ملا شیرین اخند سره د ولایت مقام د ناستو په تالار کې وکتل. 

یاد پلاوی د غصب د مخنیوي په موخه ټاکل شوی و چې مولوي فضل‌الباري فضلي یې مشري کوله او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته یې غړیتوب ورکول شوی و. ټاکل شوي هیئت د یاد ولایت له مسؤلینو سره د خلکو له لوري د غصب شویو ځمکو په اړه خبرې وکړې، د یاد کمیسیون د وروستیو فعالیتونو په اړه یې معلومات شریک کړل او په دغه برخه کې یې د ولایتي ادارې همکاري اړینه وبلله. 

د کندهار والي ښاغلي حاجي ملا صاحب له یاد پلاوي څخه د چارو د لا چټکتیا غوښتنه وکړه او په خپله برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. ناسته د دُعا په ویلو سره پای‌ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu