په نیمروز ولایت کې د سرحدي ولسوالیو د خلکو ستونزې واورېدل شوې

org_admin
Sun, Nov 12 2023 9:40 AM
خبر

 ۲۵/۴/ ۱۱۴۵
 
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایت پر اساس د نیمروز ولایت د خلګو د ستونزو اورېدو په هدف د یاد ولایت د سرحدي ولسوالیو له قومي مشرانو سره ناسته وکړه. په دغه ناسته کې د نیمروز ولایت والي ملا نجیب الله رفیع، د سرحدي ولسوالیو ولسوالانو او یو شمېر قومي مشرانو ګډون درلود.  

په یاده ناسته کې د نیمروز ولایت د سرحد میشتو ولسوالیو په استازیتوب یو شمېر مشرانو د عالیقدر  امیرالمؤمنین حفظه الله له ځانګړي شفقت څخه مننه وکړه چې د دوی حال اخلي او له ستونزو یې ځان خبروي، دوی په خپلو خبرو کې یو لړ سیمه ییزې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شریکې کړې.

په پای کې د سرحدونو، ق.ق چارو وزیر الحاج ملا نور الله نوري وویل: چې د افغانستان په ټولو ولايتونو، ولسواليو او کلیو کې قومي اختلافات، تعصبات او قوم پرستۍ ختمه شوې دي، ولسونه د یوه نظام تر چتر لاندې په ملي وحدت کې ژوند کوي، نوموړي د ولسونو د ستونزو حل خپله وجیبه وګڼله او ډاډ یې ورکړ چې د دوی ستونزو ته به حتی الامکان دحل لارې پیدا کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu