د امارت غېږه لکه د مور له مهربانۍ ډکه ده اوس هيڅوک له حق تلفي وېره نلري

mobta_admin
Sat, Sep 16 2023 8:26 PM
Mobta

شنبه ۱ربیع الاول ۱۴۴۵

د هېواد شمالي ولایتونو ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یوه لوړ پوړي پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې نن په بلخ ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه، په یاده غونډه کې د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغوۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، مل پلاوي، د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو سلګونه علماء، قومي مخورو او عامو خلکو ګډون کړی و. په پیل کې څو قومي مشرانو د قومونو تر منځ د انسجام، سرتاسري امنیت، بیا رغونې او په برخه کې هڅې وستایلې، دوی د ا.ا.ا له بریا سره جوخت د قدرت د جزیرو پر له منځه وړلو خوښي وښوده او زیاته یې کړه د امارت غېږه لکه د مور له مهربانۍ ډکه ده اوس هیڅوک له حق تلفۍ وېره نه لري. ورپسې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئيس شیخ حضرت ولي حقاني وویل: د ا.ا.ا مشرانو شپه او ورځ پر ځان ددې ولس د خدمت لپاره یوه کړې ده، همداراز نوموړي وویل: لکه څرنګه چې شل کاله د افغانستان ولس له مجاهدینو سره تکالیف ګاللي، همداسې اوس د موجوده حکومت حاکمان د دوی خدمت ته را وړاندې شوي دي او دا خدمت خپله دنده او مسؤلیت بولي. په پای کې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد د هېواد د آبادۍ لپاره د ټولو قومونو ترمنځ یووالی مهم او له ارزښته ډک وباله، ویې ویل چې پردیو هر وخت پر دې خاوره له یرغل وروسته تر شا نړېدلی هېواد پراېښی دی او تللي دي، نوموړي زیاته کړه چې په هېواد کې د بیارغونې او په نورو برخو کې ګړندۍ هڅې او تر سره شوي کارونه د هېواد سمسورتیا ته د ا.ا.ا د ژمنتیا څرګندونه کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu