د رحمان بابا او بایزید روښان انستیتیو نوي آمرینو معرفت غونډه ترسره شوه

mobta-af
Wed, Sep 06 2023 3:34 PM
Mobta

۱۹/۲/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د بایزید روښان انستیتیوت او رحمن بابا عالي لېسې لپاره نوي ټاکل شوي آمرین د یوې ناستې په ترڅ کې خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.  په دغه معرفت ناسته کې د یاد وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمان رحماني، د لېسې او انستیتیوت کارکوونکو او استادانو ګډونه کړی وو.

د غونډې په پیل کې یې مولوي سمیع الله چې پخوا یې د یاد وزارت د علماوو د آمر په توګه دنده ترسره کوله د رحمان بابا د لېسې د آمر په توګه د یادې لیسې کارکوونکو ته ور پېژاند او وروسته مولوي عزیز احمد اخندزاده چې د رحمن بابا د لېسې مخکینی آمر و، د بایزید روښان انستیتیوت د آمر په توګه خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د یادو مراسمو په ترڅ د ښوونې او روزنې رئیس او مل پلاوي تغیر او تبدیل د اداراتو اصل یاد کړ او دواړو ټاکل شویو آمرینو ته یې د مبارکي ترڅنګ په چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu