په ننګرهار ولایت کې د دوو قومونو تر منځ شخړه حل شوه

mobta_admin
Wed, Aug 23 2023 9:26 PM
Mobta

۶/۲/۱۴۴۴

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو او شیرزاد ولسوالیو د دوو قومونو تر منځ د اوبو پر سر شخړه د یاد ولایت له لوري د ټاکل شوې کمېتې او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په همغږۍ حل شوه. د دغې شخړې د حل پر مهال د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس قاري رحمت الله غازي عمر، د یادو ولسوالیو ولسوالانو، د څو نورو ادارو مسؤلینو او د دواړو لوریو څخه قومي سپین ږیرو ګډون درلود. د غونډې په اوږدو کې د قومونو تر منځ پر یووالي، یو له بل سره په ښو اړیکو او د اسلامي ټولنې د ارزښتونو په اړه مسؤلینو او قومي مشرانو په نوبت سره مفصلې خبرې وکړې او دواړه ښکېل لوري یې یو له بل سره سوله کولو ته راوبلل. په پای کې ټاکل شوي پلاوي د یادې موضوع تر هراړخیزې مطالعې وروسته د دواړو لورویو تر منځ نیول شوې پرېکړه اعلان کړه او طرفین یې د منولو لپاره راضي شول، غونډه د یووالي او اتفاق په دوعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu