زده کوونکو ته د لوړو زده کړو برابرولو په موخه ناسته وشوه

mobta-af
Tue, Aug 22 2023 9:00 AM
Mobta

۲/۲/۱۴۴۵

د هیواد د لرې پرتو زده کوونکو لپاره د لوړو زده کړو په برخه کې د اسانتیاوو را منځته کولو په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي احمد طه قادري، د لوړو زده کړو وزارت د محصیلانو چارو له مرستیال مفتي محمد طاهر احمد او مل پلاوي سره په خپل کارځای کې وکتل.

په دغه ناسته کې مسلکي مرستیال ښاغلي قادري او د دغه وزارت د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني د زده کوونکو د جذبولو او د هغوی د ستونزو د حل کولو په اړه خبرې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت څخه یې د یوه پرېکړه لیک په اساس د یادو زده کوونکو د جذبولو غوښتنه وکړه.

وروسته د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مفتي احمد او مل پلاوي د یاد پرېکړه لیک د څرنګوالي په اړه سلا مشورې وکړې او د اخیرنۍ پرېکړه یې د معارف وزارت او د ازموینو ملي ادارې د استازو د نشتون له امله تر بلې ناستې وځنډوله.

د یادولو وړ ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د لرې پرتو سیمو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابروي او د هیواد د تعلیمي پراختیا په برخه کې فعاله ونډه لري.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu