د قومي تړونونو په مرسته په هیواد کې زیاتې شخړې هوارې شوې دي

mobta_admin
Mon, Aug 14 2023 8:27 PM
mobta

۲۷/۱/۱۴۴۵

د پکتیکا ولایت څخه راغلیو مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل. راغلیو مشرانو د سرپرست وزیر څخه کور ودانی وکړ چې د خلکو تر منځ د ورورولۍ او یووالي رامنځته کولو لپاره کار کوي او زیاته یې کړه چې په یاد ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ له څه مودې را په دېخوا شخړه را منځته شوې ده چې له کبله یې یو تن هم وژل شوی دی. دوی وویل چې د قومي تړونونو په مرسته یې زیاتې شخړې هوارې کړې دي خو په یاده شخړه کې د یاد وزارت همکاري ته اړتیا لري. ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي نوري راغلیو مشرانو د هرکلي تر څنګ وویل: قومي مشران د هیواد په ټولو ولایتونو کې د خلکو تر منځ منځګړیتوب کوي او د دوی خیرخواهي کوي. هغه زیاته کړه دا یو عبادت او نېک کار دی. د یادې موضوع په اړه ښاغلي نوري وویل: دا زموږ یو مسؤلیت ده چې د دې ملت خدمت وکړو او د خلکو تر منځ یووالی او ورورګلوي راولو، د یادې موضوع په اړه موږ کړنلاره او د شخړو د حل کمیسیونونه لرو چې له مختلفو مسؤلینو او مشرانو څخه جوړ دی، موږ به د یادې موضوع د حل په برخه کې کار وکړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu