د کوچیانو څارویو ته د خوارکي موادو بانک جوړېږي

mobta-af
Fri, Jun 23 2023 8:17 AM
MobTA

۳/ذوالحجةالحرام/۱۴۴۴

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ د نوآباد په سیمه کې د کوچیانو څارویو ته د خوراکي موادو بانک (feed bank) د افتتحاح مراسم ترسره شول.

د خوراکي موادو یاد بانک، د کندز ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هڅو او له مؤسساتو سره د همغږۍ په نتېجه کې د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې د مسؤلینو له لوري، افتتحاح شو.

د یادونې وړ ده چې په یاده سیمه کې د کوچیانو ۵۰۰۰ کورنۍ میشتې دي او د دوی د څارویو د خوراکي توکو د برابرولو په موخه به یاده مؤسیسه د شاوخوا یو میلیون افغانیو په ارزښت د خوراکي موادو د بانک په نامه یو پروګرام دایروي چې له جملې به یې د یوه اندازه د ساختماني چارو، څه برخه د ماشینري اخیستلو او پاتې نوري به یې د څارویو لپاره د خامو موادو برابرولو لپاره پکاریږي.

د افتتاح په مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس احسان الله ثاقب د دغه پروګرام او همکارې مؤسیسې څخه مننه وکړه او د کوچیانو د ستونزو رفع کولو په برخه کې یې د لا زیاتو هڅو کولو ډاډ ورکړ.

د سیمې مېشتو کوچیانو د یاد ریاست او همکارې موسیسې له مرستې او همکارئ څخه مننه وکړه او د کوچیانو د ستونزو په برخه کې یې د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu