په دایکندي ولایت کې د دوو کورینو تر منځ شخړه

mobta-af
Wed, Jun 14 2023 2:14 PM
Mobta

په دایکندي ولایت کې د پاتو ولسوالۍ د بیري او سپرمي کلیو د دوو کورنیو تر منځ رامنځته شوې شخړه د لا بدو پایلو او له بدۍ څخه د مخینوي په موخه په سوله بدله شوه.

د دغې شخړې د حل پر مهال د دایکندي ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو آمر حافظ محب الله سجاد، د امریت نورو کارکوونکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو حضور درلود.

Mobta

ناستې ته د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو آمر ښاغلي سجاد وویل: د ملي یووالي راوستل، د قومي شخړو حل، د قومونو اړتیاوې او ستونزې اورېدل او د دولت او ولس ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول د دې ادارې مسؤولیت دی. هغه زیاته کړه: د دغه امریت دروازه د ټولو قومونو پر مخ خلاصه ده، موږ تل هڅه کوو چې د دایکندي ولایت د ټولو قومونو ترمنځ یووالی ، همغږي او  ورورولي رامنځته کړو.

 وروسته یاد پلاوي د دواړو لوریو څخه په اجازه او منځګړیتوب د قضیي تر څېړنې او مطالعې وروسته پرېکړه وکړه او د دې فیصلې منلو ته یې دواړه لوري راوبلل.

 په قضیه کې دخیلو اړخونو په دغه پرېکړه خوښي وښوده او تعهد یې وکړ چې له شخړې به لاس اخلي او یوله بل سره به د ورورګلوۍ په فضاء کې ژوند کوي. دوی د یاد امریت له کړنو او ستړیاوو څخه مننه وکړه چې د خلکو تر منځ د یووالي رامنځته کولو او د اختلافاتو د حل په برخه کې کار کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu