د وزارت اړوند د تحقيق او مطالعاتو رياست له کارکوونکو سره لیدنه

mobta_admin
Sun, May 28 2023 8:16 PM
Mobta

يکشنبه ٨ ذولقعده الحرام١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي احمد طه قادري د خپل کار په دفتر کې د وزارت اړوند د تحقيق او مطالعاتو رياست له يو شمير کارکوونکو سره ليدنه تر سره کړه. په دې ليدنه کې د تحقيق او مطالعاتو رياست د څېړونکوو د بورډ امر ښاغلي سيد الرحمن د ياد رياست د فعالیتونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ خوښي څرګنده کړه چې د وزارت مشرتابه په تېر کال کې دوئ ته دا فرصت په اختیار کې ورکړ تر څو يې وکولاى شوای چې د هېواد د ١٣ ولاويتونو د سياسي، اقتصادي او فرهنگي وضعیت برسېره د سرحدي سيمو او ولسواليو په اړه څيړنې تر سره او را غونډ شوي ټول څيړنيز مواد د ياد رياست په معلوماتي فرويايل کې خوندي کړي. ورپسې مسلکي مرستیال ښاغلي قادري د تحقيق او مطالعاتو رياست له کارکوونکو سره په خپلو خبرو کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ټولو قومونو ګډ کور ياد کړ او زياته يې کړه چې د هېواد د خلکو د فرهنگ، دود، دستور او ژبو په اړه څېړنه او پلټنه د وزارت د کاري ليدلوري په لومړيتوبونو کې ځاي لري او تاسو مسؤليت لرئ چې په پوره غور په يادو برخو کې معلومات را ټول تر څو د استفادې وړ وگرځي، نوموړي دغه راز د ياد رياست په تر سره شويو کاري کړنو خوښي څرگنده کړه او له کارکوونکو څخه يې وغوښتل چې ورسپارل شوي ټول مسوليتونه دې په پوره صداقت او امانتدارۍ تر سره کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu