د تخار ولایت د مرکز له یو شمېر قومي مشرانو سره ناسته وشوه

mobta_admin
Sat, May 13 2023 7:33 PM
 mobta

۲۳/شوال المکرم/۱۴۴۴

د تخار ولایت د سرحدونو، قومونو قبایلو چارو رئیس مولوي احمدالله تالقاني د یاد ولایت د شیخ محمد روحاني سیمې له یو شمېر قومي مشرانو سره د همغږۍ او یووالي په موخه په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ناستې په پیل کې د یاد ریاست رئیس ښاغلي تالقاني راغلیو قومونو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: د هیواد د قومونو تر منځ هيڅ ډول توپیر نشته، د اسلام له نظره هم غوره هغه څوک دي چې تقوا ولري. نوموړي د ا.ا.ا د ټولو قومونو ګډ کور یاد کړ او راغلي قومونه یې یووالي او همغږۍ ته را وبلل. هغه د قومونو ستونزې او غوښتنې اورېدل خپله دنده یاده کړه او د هغوی د ستونزو د حل ژمنه یې وکړه. په پای کې د راغلیو مشرانو په استازیتوب یوه تن قومي مشر د قومونو د ستونزو او یووالي په اړه خبرې وکړې، د حکومت ملاتړ کول یې د ولس دنده وبلله او د یاد ریاست څخه یې مننه وکړه چې د خلکو ستونزې اورې او د قومونو د یووالي لپاره کار کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu