د کندوز ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه وشوه

mobta_admin
Sun, Apr 02 2023 9:13 PM
mobta

یکشنبه/۱۱/ رمضان المبارک/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ له یو شمېر استازو او قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر وکتل. په دغه ناسته کې یادو قومي مشرانو د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ یوه له هغو سیمو څخه یاده کړه چې په تېر وخت کې ورته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې. دوی په خپلو خبرو کې د سرپرست وزیر ښاغلي نوري څخه وغوښتل چې د یادې ولسوالۍ خلکو ته دي د څښاک داوبو، ښوونځیو، مدرسو او سرکونو د رغولو په برخه کې خدمتونه وړاندې شي. وروسته ښاغلي نوري راغلیو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست تر ویلو وروسته وویل: کندوز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ولسونو یې د هر اشغال په وړاندې کلکه مبارزه کړې ده او سختۍ یې ګاللې دي. هغه قومي مشرانو ته د ډاډ په ورکولو سره زیاته کړه: دا ستاسو حق و چې موږ ستاسو هر یوه دراوازې ته درغلي وی اوس چې تاسو خپلې غوښتنې ترموږ راوړې دي، زه دا اطمینان درکوم چې ستاسې ستونزې به موږ تر اړوندو ارګانونو رسوو او د حل غوښتنه به یې کوو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu