د نوي تعلیمي کال لپاره د بایزید روښان انستیتیوت د کانکور ازموینه واخستل شوه

mobta_admin
Mon, Mar 20 2023 8:09 PM
mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند په بایزید روښان انیستیتیوت کې د نوي تعلیمي کال لپاره د دوولسم ټولګیو له فارغو زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه. د دغه انستیتیوت د نوم لیکنې پروسه څو ورځې مخکې شروع شوې وه، چې د هیواد له مرکز او مختلفو ولایتونو څخه پکې ۳۵۰ تنو خپل نومونه ثبت کړي وو چې له جملې یې له ۳۰۰ تنو څخه ازموینه واخستل شوه. د ازموینې پر مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د یاد انستیتیوت آمر مولوي سردار محمد ذاکر او د ازموینې لپاره ټاکل شوي هیئت حضور درلود. د امتحان د پیل پر مهال د ښوونې او روزنې رئیس مولوي رحماني د ازموینې ګډون کوونکي د خپلې عملي کچې لوړولو ته را وبلل او زدکړې یې د هیواد د انکشاف او پرمختګ لپاره مهمې یادې کړې. وروسته د یاد انستیتیوت آمر مولوي ذاکر وویل: دا انستیتیوت د کمپیوترساینس، انجینیري، اقتصاد او زراعت پوهنځۍ لري، چې زموږ د جذب په اساس به مستعد ځوانان د دې ازموینې له لورې ورته بریالي شي او په یادو برخو کې به خپلو زدکړو ته ادامه ورکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu