د خوشحال خان عالي لېسې په انګړ کې سلګونه نیالګي کېنول شول

mobta-af
Wed, Mar 15 2023 2:09 PM
Mobta

چهارشنبه ۲۲/ شعبان المعظم/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د خوشحال خان عالي لېسې په انګړ کې څه باندې څلور سوه زینتي او غیر زینتي نیالګي کېنول شول.

د نیالګیو کېنولو پر مهال  د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج ملا عبدالخالق عابد، د یاد وزارت د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ملا حمدالله فطرت، د سرحدي تخطیو د بررسي رئیس مولوي منصور، د همدې لیسې آمر ښاغلی محمدي او مل پلاوي حضور درلود.

Mobta

د  سرحدونو ،قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد د نیالګیو کينولو پر مهال  پخپلو خبرو کې وویل: د هیواد د سمسورتیا او ښيرازي په برخه کې د نیالګیو کېنول یوه اړينه چاره ده په وينا يې د هیواد د هر وګړي لپاره ضروري ده چې په دې برخه کې خپله ونډه واخلي. هغه د یادې لېسې له مسؤلینو او زده کوونکو څخه وغوښتل چې د نیالګیو د ساتنې او پالنې په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu