د غزني ولایت ناور ولسوالۍ له یو شمېر هزاره مشرانو سره لیدنه ترسره شوه

mobta_admin
Thu, Mar 02 2023 5:58 PM
mobta

پنجشنبه د شعبان المعظم ۸/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د دفتر رئیس شیخ حضرت ولي حقاني د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ له یو شمېر هزاره مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغې ناستې په پیل کې یادو مشرانو د غزني ولایت ناور ولسوالۍ د دوو قومونو تر منځ د ځمکو پر سر د شخړې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې یاده شخړه د همدغې ولسوالۍ د پیرحسین خوات او د کوچیانو د احمدزیو قوم ترمنځ له څو کلونو را هیسي جریان لري چې له دواړو لورو څخه پکې درې تنه وژل شوي هم دي. دوی د یادې شخړې د حل او د دواړو لوریو ترمنځ د منځګړیتوب غوښتنه وکړه. د یادې کتنې په وروستیو کې د دفتر رئیس ښاغلي حقاني دوی ته ښه هرکلی وکړ او یاد وزارت یې د ټولو افغان قومونو خپل کور یاد کړ او زیاته یې کړه: موږ ستاسو له ستونزو خبر یو او دا موضوع مو د رئیس الوزرا‌‌ء له لوري د شخړو د هوارولو ټاکل شوي پلاوي ته لیږلې ده، زه ډاډ درکوم چې په نږدې وخت کې به ستاسو ترمنځ د ټاکل شوي پلاوي له لوري روغه جوړه وشي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu