په کندز ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ بدي په روغه بدله شوه

mobta-af
Wed, Feb 22 2023 2:02 PM
Mobta

د کندز ولایت د توبره کش په سیمه کې د دریو قومونو تر منځ خپل منځي شخړه، تیره ورځ سه شنبه د دغه ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د رئیس مولوي احسان الله ثاقب او د سیمي د قومي مشرانو په هڅو او منځګریتوب په روغه جوړه بدله شوه.

د دغې روغې جوړې په ترڅ کې د کندز ولایت ټولو قومي مشرانو او د شخړې حل کونکو لوریو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست رول په دغه ډول ناستو کې مهم وباله او د دوی له هڅو څخه یې مننه او ستاینه وکړه. دوی په خپلو خبرو کې زیاته کړه،چې موږ په یوازي سر د دغسي ستونزو د حل کولو جوګه نه یو او له تاسو څخه غواړو چې د منازعاتو په حل کې له موږ سره برخه واخلئ. 

د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي ثاقب دوی ته په خپلو خبرو کې وویل: زموږ دنده ده چې د قومونو د اتحاد او یووالي لپاره کار وکړو او که کله یې تر منځ کومه پېښه کیږي حل لاره ورته ولټوو او منځګړیتوب یې وکړو. ښاغلي ثاقب همدارنګه زیاته کړه: زه اطمنان درکوم چې د شخړو او قومي ستونزو د هوارولو په برخه کې ولایت مقام او نور ټول مسؤلین د هر ډول همکاریو لپاره چمتو دي او پوره ملاتړ مو کوي.

د روغي جوړي همدا غونډه د هیواد د تلپاتي سوکالي او اتحاد په دوعا پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu