د کندهار ولایت له مرستیال والي سره کتنه

mobta-af
Mon, Jan 30 2023 9:12 AM
Mobta

يکشنبه، ٧ رجب المرجب١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد په مشرۍ مل پلاوی چې یو شمېر ولایتونو ته د قومونو تر منځ د یووالي او همغږي غونډو جوړولو په پار تللی دی، نن یې د دغه سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له مرستیال والي حیات الله سره د ولایت په مقام کې وکتل.

په دې کتنه کې مرستیال والي د پلاوي مشر الحاج ملا عبدالخالق عابد او ورسره ملګري پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د کندهار ولایت د مېشتو قومونو په اړه یې هر اړخیز معلومات ورکړل، ویې ویل چې دلته میشت قومونه په خپلو سیمو کې د امن په ساتلو کې همکار دي او له خپل  اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي.

ورپسې ښاغلي الحاج  ملا عبدالخالق عابد په خپلو خبرو کې قومونو ته د خدمت په لار کې په همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې موږ د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم د دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د یوې غونډې د جوړولو پلان لرو، تر څو له نږدې د خلکو ستونزې او غوښتنې واورو او تر منځ یې د یووالي او ورور ولۍ د ټینګښت لپاره کار وکړو. چې د کندهار مرستیال والي په دې اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu