په دایکندي ولایت کې یوه لویه ولسي جرګه جوړه شوه

mobta_admin
Wed, Jan 25 2023 7:53 PM
Mobta

چهارشنبه د رجب المرجب/۳/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یو لوړ رتبه پلاوي نن چهارشنبه په دایکندي ولایت کې یوه ولسي او قومی جرګه جوړه کړه. په دې جرګه کې د یاد وزارت د جرګو معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د پلان او پالیسي رئیس مولوي نیک محمد افغاني، مل پلاوي، د دایکندي مرستیال والي احسان الله اخندزاده، د ادارو مسؤلینو، سلګونه قومي مشرانو او علماء کرامو ګډون کړی وو. د جرګې په پیل کې د یاد ولایت له ټولو ولسوالیو او سیمو څخه راغلیو قومي مشرانو د ا.ا.ا له ټولو خدمتونو او هلو ځلو څخه ډیره خوښي وښوده او د دوی ټولې کړنې یې د هیواد د یو والي په برخه کې بې بېلګې یادې کړي او د ا.ا.ا څخه یې د روغتيايي مرکزونو د فعالولو، نیمګړې پروژو د پشپړولو او د یاد ولایت د لارو د رغولو غوښتنه وکړه.

mobta

د غونډې په دوام کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معین دوی ټول یووالي او د نظام ملاتړ ته را وبلل او د دوئ ستونزو ته رسېدنه او له اړوندو ارګانونو سره شریکول یې خپله دنده وبلله. ورپسې د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي نیک محمد افغاني جرګې ته راغلي ټول قومي مشران، علماء کرام او ټول افغان قومونه یووالي او اتحاد ته راوبلل او د هیواد همدا اوسنۍ امنیت او سوکالي یې د خلکو لپاره لوی نعمت یاد کړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu