په لوګر ولايت کې د ګڼ شمير ولسي وګړو او قومي مشرانو تر منځ د غونډې جوړېدل.

mobta-af
Mon, Jan 23 2023 2:48 PM
Mobta

دوشنبه، د رجب المرجب ١

د لوګر ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس ښاغلي مولوي محمد عالم رهبر په هغې ولسي غونډه کې ګډون وکړ چې د دغه ولايت د مرکز او اړوند ولسواليو ګڼ شمېر ولسي وګړو، قومي مشرانو او ديني عالمانو، په ګډون جوړه شوې وه.

په سر کې ښاغلي مولوي محمد عالم رهبر په خپلو خبرو کی وویل مونږ ټول د اسلامي امارت تر چتر لاندې د افغانستان د دردیدلو او کړيدلو خلکو لپاره په رښتني هوډ سره کار کوو نوموړي دغه راز د خپلو خبرو په دوام له قومي مشرانو وغوښتل چې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند او په هره برخه کې ور سره همکاري وکړي.

د غونډې په پاي کې يادو قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت چټکو فتوحاتو او برياوو ته په اشارې سره د اسلامي نظام ښېګنې او ګټې بيان کړې او خلک يې اتحاد او اتفاق ته راوبلل، او له اسلامي امارت څخه يې هر اړخيز ملاتړ اعلان او له خپل اړخه يې د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu