د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير د ډنډپټان ولسوالۍ مېشتو قومي مشرانو سره ولیدل

mobta_admin
Sun, Jan 22 2023 5:40 PM
mobta

يکشنبه، جمادى الثاني ٢٩مه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير ښاغلي الحاج ملا نورالله نوري د پکتيا ولايت ډنډپټان ولسوالۍ ميشتو قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې راغليو قومی مشرانو د ډنډپټان ولسوالۍ د خلکو په اقتصادي، ټولنيز او صحي وضیعت بحث او خبرې وکړی او د اسلامي امارت له مشرانو څخه يې غوښتنه وکړه چی يادي ولسوالۍ ته دې ځانگړې پاملرنه وکړي . ورپسي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي الحاج ملانورالله نوري د ملي یووالي، ولسي بسیج، د خلکو ستونزې تر اړوندو ارګانوپورې په رسونه او ورته نورو برخو کې د قومي مشرانو او مخورو رول مهم وباله او د ډنډپټان ولسوالۍ له قومي مشرانو څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخو کې له وزارت سره همکار پاتې شي تر څو وکولاي شو خپلو ولسونو ته غوره خدمتونه وړاندې کړو او شته ستونزو ته يې د پاي ټکي کېږدي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu