د بغلان ولايت د احمدزيو کوچيانو له ځينو مشرانو سره کتنه.

mobta-af
Sun, Nov 13 2022 2:28 PM
mobta

۱۴۴۴/۴/۱۸ يکشنبه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري نن له غرمې مخکې د وزارت د غونډو په تالار کې د بغلان ولايت د ډنډ غوري له کوچي مشرانو سره په داسې حال کې وکتل چې پر مهال یې د کوچيانو چارو د سمون لوی رياست رئيس مولوي ګل زرين کوچي او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت هم حضور درلود.

Mobta

د کوچيانو ځينو مشرانو لکه حاجي رستم خان، حاجي سرور، تاج محمد، عبدالحی، جمعه دين او سراج الدين د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ته د اعزاز دوډيزه پګړۍ ور په سر کړه، د کوچي مشرانو په نماينده ګي ښاغلي حاجي رستم خان د بغلان ولايت د کوچيانو د مالدارۍ، څړځايونو او هستوګنې اړوند ځيني ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.

د سرحدونو، ق.ق چارو سرپرست ښاغلي نوري مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه چې د کوچيانو ژوند او مالدارۍ ته به په راتلونکي کې په لوړه کچه رسيدګي کيږي، په وينا يې مالداري د هيواد د اقتصاد مهمه برخه ده او په ټوله کې مسؤولين دې ټکي ته متوجه دي، ښاغلي نوري د بغلان ولايت د کوچيانو ستونزې اوريدل خپله دنده وبلله او ډاډ يې ورکړ چي په راتلونکي کې به هم د دوئ هرې غوښتنې ته ځواب ووايي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu