د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د اقتصاد څانګې محصلینو د پرکتیک دورې د پای ته رسېدو په مناسبت غونډه جوړه شوه.

mobta-af
Sun, Oct 09 2022 11:15 AM
Mobta

يکشنبه ١٤٤٤قمري کال د ربيع الاول١٣مه

په یاده غونډه کې چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د بشري زېرمو ریاست د ظرفیت جوړونې آمریت لخوا جوړه شوې وه پر محصلینو سربېره د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمان حقاني، د بشري زېرمو رئیس ښاغلي کريم شاه تیلوي، د کوچیانو چارو د اسکانو رئیس ښاغلي محمد نادر سنګین، د تکنالوجي رئیس ښاغلي خسرو سلام زاده ګډون کړی و.

Mobta

غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه ورپسې د بشري زېرمو رئیس ښاغلي تیلوي خبرې وکړې، هغه وویل: علم د الله جل جلاله نعمت دی، قومونه چې عروج پیدا کوي د علم په مټ یې پیدا کوي. الله وایي، تاسې که کفارو ته ماتې ورکوئ نو د علم په وسیله یې ورکړئ..

همدا راز د وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمان حقاني هم پخپلو خبرو کې د علم او پوهې په ترلاسه کولو ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه په هره برخه کې چې مو زده کړې ترلاسه کړې دي  هدف باید دا وي چې خپل ځان او الله ج وپېژنو، څه چې الله جل جلاله راته روا کړي دي هغه ترسره کړو اوله کومو اعمالو چې یې منع کړې هغه ونه کړو، خپل معلومات له نورو سره شریک کړو او د خپل هېواد د حفاظت او ترقي لپاره ترې استفاده وکړو.

د غونډه په پاي یادو محصلینو ته چې په مالي، بشري زيرمو، تدارکاتو، او ټکنالوجي برخه کې یې عملي زده کړې پای ته رسولې وې تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu