په کاپيسا ولايت کې قومي جرګه راوغوښتل شوه

mobta-af
Thu, Sep 29 2022 9:32 AM
Mobta

چهارشنبه ۱۴۴۴/۳/۲

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمريت له لوري د (خلکو او کوچيانو ستونزو ته رسيدنه) تر نامه لاندې ستره قومې جرګه راوغوښتل شوه.

په دې جرګه کې چې تر ۳۰۰ تنو پورې قومي مخورو، کوچي سرخيلانو، علماء کرامو او ځوانانو ګډون درلود د کوچيانو او ځايي قومونو پر ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې.

Mobta

په دې جرګه کې د کاپيسا ولايت والي محترم قاري احسان الله بريال، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر ملا صديق الله صياد او د نورو ارګانونو رئيسانو هم ګډون کړی وو.

جرګه په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې ښاغلي صياد له مرکز او ولسواليو څخه راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، د غونډې اجنډا يې واوروله او د قومي مخورو ګډون او هميشنۍ همکاري يې وستايله.

مولوي نازکمير او د امام ابوحنيفه مدرسې مهتمم مولوي عبدالمقيم د قومي جرګو او دوديزو پرېکړو ارزښت او په مشورو د ستونزو حل پر اهميت خبرې وکړې، ښاغلي مولوي عبدالمقيم د کوچيانو د څړځايونو، هستوګنځايونو، روغتيايي خدمتونو او تعليم او تربيې ستونزې يادې کړې چي د کاپيسا کوچي ولس ورسره لاس او ګريوان دی.

د غونډې ګډونوالو د ښاغلي صياد د هڅو ستاينه وکړه چي تل يې د ولس ستونزو ته رسيدنه کړې او غږ ته يې انعکاس ورکړی.

په پای کې د کاپيسا والي ښاغلي قاري بريال وينا وکړه، او ويې ويل: موږ د خلکو خدمت د ځان مسؤليت بولو، هر وخت مو د ټولو حکومتي دوايرو دروازې ستاسو پر مخ خلاصې دي‌، موږ تل په دې هڅه کې يو چې ستاسو ستونزو ته رسيدنه وکړو.

جرګه د يووالي او ورورولۍ په دعا پاي وموند.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu