زابل کې د قومونو د یووالي لویه ولسي غونډه ترسره شوه.

mobta-af
Thu, Sep 08 2022 12:34 PM
Mobta

۱۴۴۴/۲/۱۱

په زابل ولايت کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د قومونو د يووالي تر نامه لاندي لویه ولسي غونډه تر سره شوه.

یاده غونډه نن په بادام ګل ماڼۍ کې په داسې حال کې تر سره شوه چې پر مهال یې د سرحدونو قومونو او قبائلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري، ددې وزارت د جرګو معین الحاج ملا عبدالخالق عابد او دولایت د مسؤلینو په شمول سلګونو علماوو، قومي مشرانو او خلکو حضور درلود.

‏د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست ښاغلي نوري وویل: د روسانو د اشغال په خلاف جهاد او ‏د امریکایي اشغال پر ضد د جهاد پیل له زابله وشو او د زابلي ولسونو لپاره دا ویاړ بس دی چې مرحوم امیر المؤمنین یې په خپله غیږه کې څوارلس کاله په خورا میړانه وساته.

Mobta

ښاغلي نوري ولسونه اتحاد او یووالي ته راوبلل او د اسلامي نظام چي د همدې ولس په قربانیو راغلی د ساتنې او تداوم لپاره یې لاسونه سره ورکړو.

نوري همدا راز زیاته کړه: اسلامي امارت د هیوادوالو د ژوند د سطحې لوړولو، د کار او روزګار موندلو او د هیواد اقتصادي ودې او  پرمختګ ته ژمن دی.

  قومي مشرانو او علماوو له ښاغلي ملا نورالله نوري سره خپلې یو لړ ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.

د غونډې په پای کې قومي مشرانو او علماؤ ته ډالۍ هم ورکول شوې او غونډه د هیواد دښېرازۍ او اسلامي نظام د بقا په دعا پاي ته ورسیده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu