د قومي مشرانو او سپين ږيرو سره ليدنه

mobta-af
Thu, Jun 09 2022 1:18 PM
mobta

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وزير ښاغلي ملا نور الله نوري د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ له يو شمير قومي مشرانو او سپين ږيرو سره د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل. په پيل کې راغلو مشرانو د اسلامي نظام حاکميت د الله تعالی يو لوی نعمت ياد کړ، او ويې ويل: د اشغالګرو په مقابل کې د جهاد بريا ته رسيدلو لپاره ټولو افغانانو ځاني او مالي قربانۍ ورکړې، تر څو چې په هېواد کې يو اسلامي نظام حاکم شو. همدارنګه راغلو مشرانو د ځينو ستونزې او غوښتنې يادې کړې، چي په ځانګړي ډول يې د دولتي تعميراتو بيا رغونه، په روغتونونو کې د متخصصينو ډاکټرانو کمبود پوره کولو، او په ياده ولسوالۍ کې د هغه اوبو بند جوړول چې په تېر نظام کې يې سروې ترسره شوې ياد کړل. محترم ملا نور الله نوري راغلو مشرانو ته ښه راغلاست ووايه، او په تېر جهاد کې يې د خلکو قربانۍ او سر ښندني و ستايلې او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت يې د خلکو او حکومت تر مينځ د اړيکو پول ياد کړ، ددوي ستونزي او غوښتنو ته يې رسيدګې د ځان دنده وبلله او وعده يې ورکړه چې ستاسو ستونزي او غوښتني به پر وخت اړوندو ارګانونو ته رسوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu