د نیمروز والي سره د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پلاوي کتنه

mobta-af
Tue, Feb 15 2022 6:37 AM
m

د دوشنبې په ورځ د (۱۲/۷/۱۴۴۳) له غرمې مخکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پلاوي د نیمروز له والي ښاغلي نجیب الله (رفیع) سره وکتل.

د نیمروز والي نجیب‌الله رفیع راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د نیمروز ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو په ریاست کې د شته ستونزو او د هغې د حل په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د نیمروز ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست ته به یو ښه، عالم او ولس دوسته شخصیت وروپېژني.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پلاوي رئیس مولوي محمد اسماعیل د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کې د بې نظمیو له منځه وړلو په برخه کې د دغه ولایت د والي له هلو ځلو ستاینه وکړه او د سرحدونو د ارزونې، د نیمروز ولایت د کوچیانو امریت د ادغام او د هېواد د پولې هغې غاړې د مېشتو قومونو او د مرستندویه بنسټونو د همکاریو د جلب په اړه ګډ بحث وشو.

دغه راز، په یوه جلا کتنه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پلاوي د نیمروز ولایت له امنیه قوماندان سره وکتل او د هغوی له لارښوونو سره سم یې د سرحدي کرښې له بېلابېلو صفري نقطو او امنیتي پوستو څخه لېدنه هم وکړه.

د یادونې وړ ده چې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د سرحدونو او قایلو چارو وزارت باصلاحیته پلاوي د یاد وزارت د داخلي تفتیش له رئیس نیازمحمد تقي سره په همغږۍ د نیمروز ولایت د کوچیانو امریت ارزونه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu