د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا لیږل شوی پلاوي د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې ۱۲ نیټه د چهارشنبې په ورځ د زابل ولایت له والي او د کوچیانو له قومي مشرانو سره په بيلابيلو ناستو کي لیدنه وکړه

mobta-af
Wed, Feb 02 2022 8:09 PM
m

په دې کتنه کې د زابل ولایت والي ملا بسم الله عبدالله یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د ددغې ولایت د قومونو او سرحدونو په اړه بشپړ معلومات ورکړل او د پولو د ښې ساتنې او امنيت ډاډ يې ورکړ.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پلاوي د زابل له والي څخه د ډیورنډ فرضي کرښې سره نژدې پراته قومونو اوکوچيانو د روغتيا، تعليم او بشري مرستو لپاره د ځانګړې توجه کولو او همکاري غوښتنه وکړه.

m

دغه راز یاد پلاوي د زابل ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو سر پرست ریس ته د سرحد میشتو قومونو سره د هغوئ د ستونزو د اوريدلو او په سرحدونو کي ددوئ مثبت رول ادا کولو اړوند د غونډې جوړولو سپارښتنه وشوه.

ددې ترڅنګ ياد پلاوي د کوچیانو له يو شمير قومي مشرانو سره وکتل او مشرانو ته یې ډاډ ورکړ چې په زابل ولایت کې به ټولو ليري پرتو قومونو او په ځانګړي توګه د کوچيانو لپاره د سيار روغتیایي کلینیک، ښوونځۍ ، او داسې نورې اسانتیاوو برابرولو هڅه کوي.

د کوچیانو د قومونو مشرانو ددوئ اړوند ستونزې بيان کړي او د اسلامي امارت له مشرانو څخه يې مننه وکړه چي دوئ ته ځانګړې توجه کوي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu