د ۱۴۴۳ کال د ۶ میاشتې په ۱۵ مه نیټه د غزني ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو آمریت سرپرست محترم مولوي محمد اسحق ادریس ددې ولایت د دیني علماوو ، سپین ږیرو ، مشرانو او ددې ولایت د کوچیانو له استازو سره ددې امریت په دفتر کې لیده کاته

mobta-af
Thu, Jan 20 2022 11:35 PM
m

او خبرې اترې وکړې د ناستې پیل د محترم قاري نوراحمد ثاقب له خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره وشو.

د ناستې په پيل کې د کوچیانو چارو د همغږۍ مدیر سیدآقا سادات لومړی قومي مشرانو او دیني علماوو ته ښه راغلاست ووایه او د ناستې ګډونوالو ته یې د ناستې د اجندا په اړه معلومات ورکړل چې د ناستې په لړکې د غزني ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو د امریت سرپرست محترم مولوي محمد اسحق ادریس د اړوند موضوع چې د قومونو د همغږۍ په اړه وه خبرې وکړې او د ټولو قومونو پر انسجام، یووالي او همغږۍ یې ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې د اسلامي امارت د ساتنې او پایښت په برخه کې باید ډیرې هڅې وشي نوموړي له مشرانو او قومي مخورو غوښتنه وکړه څو د خپلو بچیانو د زده کړو او تعلیم په برخه کې ډير متوجه

m

شي ځکه چې زده کړې د یوې ټولنې بنسټیزې بیخ بیناوې دي او له زده کړو پرته موخو او اسلامي اهدافو ته رسیدل ناشوني دي د ناستې په بله برخه کې مولوي حیات الله مفکر، حاجي عبدالمنان او نصرالله کوچي د بیلابیلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او په ټولو ټولنیزو برخو کې د غزني ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو د آمریت دهمکارۍ غوښتونکې شول د ناستې په پای کې ټولو مشرانو او قومي مخورو د اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او ناسته د هیواد د پرمختګ او د هیواد د ټولو قومونو ترمنځ د یووالي په دعا سره پای ته ورسیده.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu