بلخ ته د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست محترم ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوې سفر !

mobta-af
Tue, Nov 02 2021 7:05 AM

د افغانستان د اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ملا نورالله نوري په داسې حال کې، چې د وزارت مقام د دفتر ریاست سرپرست  محترم شیخ حضرت ولي حقاني هم ورسره مل وو، نن ماښام غ د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لړم  میاشتې په ۲مه نېټه  بلخ  ته د خپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ د دغه ولايت په مېلمستون کې د مرکز او بېلابېلو ولسواليو له يو شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو، دولتی چارواکو او ځوانانو سره وکتل.

 

 د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې خوشاله يم چې نن د بلخ ولايت له باتور او مجاهد ملت سره ګورم او خبرې ورسره کوم.

ښاغلي نوري د خپلو خبرو په دوام وویل: د الله تعالی شکر ادا کوو، چې په خپل نصرت سره يې موږ ته اسلامي نظام راپه برخه کړ، اوس موږ ته په کار ده او زموږ د امتحان وخت دی،  چې د خپل اسلامي نظام ملاتړ او ساتنه وکړو.

نوموړي دغه راز د اسلامي امارت د چارواکو له خوا له خلکو سره نېک چلند او غوره سلوک باندې ټينګار وکړ،  زياته يې کړه: اوس زموږ مسووليت لا پسې دروند شو، بايد خپلو خلکو ته په تقواء او اخلاص سره  غوره خدمات وړاندې کړو او پر خپلې هغې ژمنې ولاړ پاتې شو، چې د خاورې د ساتنې په خاطر مو له الله ج سره کړې ده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu