د رحمان بابا له عالي لېسې او بایزید روښان انسټیټوټ څخه لیدنه!

mobta-af
Tue, Aug 03 2021 8:34 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي محمد آصف ننګ نن له غرمې مخکې د وزارت اړوند رحمان بابا له عالي لېسې او بایزید روښان انسټیټوټ له اداري، تدریسي، لیلیه خونې او پخلنځي چارو څخه لیدنه وکړه او د زده کوونکو ستونزې یې له نږدې واورېدې.

ښاغلي ننګ د یادې لېسې څخه د لیدنې په ترڅ کې د زده کوونکو د تدریسي او اداري چارو په چټکتیا او سمون ټینګار وکړ وې ویل: زموږ هڅه به دا وي، چې د وزارت اړوندو تعلمي مرکزونو کې زده کوونکو ته ښه چاپیریال رامنځته او د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړو، ځکه چې دوی د لرې پرتو او ناامنو سیمو څخه راغلي او دلته خپلې زده کړې ترسره کوي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین د زده کوونکو د لیلیه او پخلنځي خونو څخه د لیدنې ترڅنګ د زده کوونکو د ازموینو بهیر هم وکوت او خوشالي یې څرګنده کړه، چې د ازموینې بهیر په شفافه او مناسبه فضا کې ترسره کیږي.

دغه راز د وزارت اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu