د زمري ۷مه، د بیرغ ملي ورځ ونمانځل شوه!

mobta-af
Sat, Jul 31 2021 9:31 AM
mobta

د بیرغ د ملي ورځې په مناسبت مراسم نن د زمري پر اوومه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو په وزات کې پرځای شول.

په دې مراسمو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د وزارت معینانو او چارواکو ګډون کړی و.

د ګران هېواد درې رنګه ملي بیرغ د ښاغلي محب الله صمیم له لوري پورته شو دغه راز د وزارت افسرانو او ساتونکو د هېواد د بیرغ پورته کولو په ویاړ د احترام مراتب پر ځای کړل.

ښاغلي صمیم، چې د بیرغ ملي ورځې په مناسبت یې خبرې کولې یاده ورځ یې ټولو افغانانو ته مبارکي وویله، زياته يې کړه: د هېواد ویاړلی ملي بیرغ زموږ د ویاړ، وقار، عزت او د ملي یووالي سمبول دی، تل دې هسک او رپانده وي.

نوموړي دغه راز وویل: تر څو، چې یو افغان ژوندی وي ساتو به یې، ځکه دا ملي بیرغ په ملي او نړیواله کچه زموږ د هویت، عزت، لوړوالي او ملي یووالي سمبول دی.

دغه راز یې د هېواد او ولس په مخالفینو هم غږ وکړ، چې په هوش او فکر راشي او ملي بیرغ ته په سپکه ونه ګوري او د همدې ملي بیرغ تر چتر لاندې سوله ییز او هوسا ژوندانه ته مخه کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu