په کابل کې د شهید عثمان کاکړ د جنازې غايبانه لمونځ ادا شو!

mobta-af
Wed, Jun 30 2021 10:07 AM
mobta

د پیاوړي ملتپاله مبارز او نوموتي سیاستوال ارواښاد عثمان کاکړ د جنازې لمونځ نن چهارشنبه د روان لمریز کال د چنګاښ په ۳مه نېټه د کابل په عید ګاه جومات کې ادا شو.

په یادو مراسمو کې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلي محب الله صمیم په ګډون ګڼو لوړ پوړو دولتي چارواکو، مدني فعالانو، قومي مشرانو او د ارواښاد مینه والو او خواخوږ برخه اخیستې وه.

ښاغلي صمیم د جنازې لمونځ له ادا کولو وروسته وویل: ارواښاد کاکړ د لوى او تاریخي افغانستان د وګړو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره نه ستړې کیدونکې مبارزه وکړه، تل د مظلومانو ترڅنګ ولاړ و ، د ظلم پر خلاف خاموشه نه پاتې کېده، او هیچا ته یې اجازه نه ورکوله چې پښتانه له خپلو اساسي حقوقو څخه بې برخې کړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل: لر او بر افغانان باید په ګډه په لوی افغانستان کې سولې او امن د ټینګښت لپاره کار وکړي، ځکه غم او ښادي مو سره يوه ده، بايد مشترک دښمن ته اجازه ورنه کړو، ترڅو خپلې کرغېړنې موخې تعقیب کړي.

په پاي کې د مراسمو ټولو ګډونوالو د ارواښاد عثمان کاکړ پاک روح ته دعا وکړه او د هغه نشتوالی یې د ټولو افغانانو لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله.

د یادونې وړ ده، چې په ننګرهار، خوست او کندهار کې هم ولسونو د شهید عثمان کاکړ د جنازې غایبانه لمونځونه ادا کړل.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu