د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو!

mobta-af
Wed, Jun 09 2021 9:23 AM
mobta

 

تر یاد سرلیک لاندې ورکشاپ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د بشري زېرمو ریاست لخوا د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۸ مه نېټه جوړ شو.

په دې ورکشاپ کې د سرحدي څېړنو معین ښاغلي ډاکتر محمد اصف قاضي زاده، د بشري زېرمو رئيس ښاغلي محمد یاسین پکتین او د وزارت کارکوونکو ګډون کړی و.

په پیل کې د بشري زېرمو رئیس ښاغلي محمد یاسین پکتین په لنډه توګه د جینوا کنفرانس د مرستو، شرایطو او ژمنو په اړه خبرې وکړې، د فساد پر وړاندې په مبارزه ټینګار وکړ دغه راز ښاغلي ډاکټر محمد آصف قاضي زاده هم په خپلو خبرو کې د افغانستان لپاره د جینوا کنفرانس مهم وباله او په دې برخه کې یې د ژمنتیا، د فساد پر واندې په مبارزې او په ښه ډول د مسولیتونو په ترسره کولو ټینګار وکړ.

mobta

هیله یې څرګنده کړه، چې په هېواد کې یې سوله ټینګښت ومومي او د تل لپاره د بد مرغیو او فساد ټغر ټول شي. له کارکوونکو یې وغوښتل چې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

همدا راز ښاغلي استاد زهیر د جینوا کنفرانس په اړه ترتیب کړي پریزنټیشن کې د جینوا کنفرانس د جوړېدو پر څرنګوالي، موخو ،چوکاټ، شرطونو، د جینوا د مخکنیو او وروستي کنفرانس تر منځ د توپیر او د بېلا بېلو هېوادونو له خوا د ژمنه شویو مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu