د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلي محب الله صمیم د ولایتي سفرونو اغېزمنتیا او لاسته راوړنې!

mobta-af
Sun, Jun 06 2021 9:08 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي صمیم تل هڅه کړې؛ چې د ولسونو منځ ته ورشي سره منسجم یې کړې او شته ستونزې یې له نږدې واوري.

پر همدې اساس یې کوښښ کړې، چې د ګران هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي او دا لړۍ دوام لري، د ښاغلي صمیم له ولایتي سفرونو موخه دا ده، چې د ولسونو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له نږدې واوري او د حل په موخه یې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

د ولسونو منځ ته ورتلل او له هغوی څخه په ملي مسایلو کې د سلا مشورو اخیستل کړای شي تر څو د ولسونو او حکومت تر منځ واټن لنډ کړي، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت رهبرۍ تل هڅه کړې تر څو دې واټن لنډولو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي، چې دې سفرونو په دې برخه کې ښه نتیجه ورکړې.

نوموړی د خپلو ولایتي سفرونو پر مهال له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو، مېرمنو، مدني فعالانو، فرهنګي شحصیتونو، سیمه ییزو چارواکو او د پوهنتون له استادنو سره ناسته کوي. ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له نږدې اوري.

د ولایتي سفرونو مهمه لاسته راوړنه د خپلو ولسونو یاد ساتل دي، د خلکو منځ ته ورتلل دي او همدا راز ولسونه دې ته متوجه کول دي، چې حکومت ولس ته پام کوي او په ملي مسایلو کې ورته د سلا مشورو لپاره حکومت په ټوله کې پوره ژمن دی او همدا راز ولسونه د لویو ولسي غونډو له لارې د نظام، جمهوریت، امنیتي ځواکونو او په ټوله کې د حکومت له برنامو څخه ملاتړ ته رابلل دي، چې خوشبختانه ولسونه اوس د خپل نظام بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر راز همکاریو ته ژمن دي او درانه ولس دا ژمنتیا تل په عمل کې ثابته کړې.

 

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu